ســــتا انځور چې جوړيدو ورته ولاړوم
څومره ښـــکلى ښکاريدو ورته ولاړوم
چې رقيب ورباندې کرښې کش کولې
هـومره نورهـم غـــــوړيدو ورتــه ولاړوم
پاتې برخه...
او:ښـکې مې روانې څه پريمانه ښکارېدې
آينه کې راته ځان پرځاىجانانه ښکارېدې
غــــــــــرور اوتــکــــــــــــــــبردې څومره ډېر وو
له سـتوروډک لمنه،چې اسمانه ښکارېدې
پاتې برخه...
ماويل ټکوربه شي تـــــه اورشوې ځوانۍ
راکوې درداوهــــــم پــــيغورشوې ځوانۍ

تمه مې کړه ستادســـــــپرلي اوســــکون
تاخوطوفان راوړو اوشورشــو ې ځوانۍ
پاتې برخه...
ادبي ټوټه : باغ
ليکوال : عطاالله خوږياڼى
که څه هم په دغه لوي باغ کې چې ميوه لرونکې اوشنډې ونې درلودي، دباغوان فکرراته دومره نه وه ،خوځان راته دهغه دباغ داسې ونه ښکاره کيده،چې هم دوچکالۍ زورلري اوهم په باغ کې نورو ونوته زيان نه رسوي.
پاتې برخه...
سپوږمۍ سلګۍ وهلي ستورو ژړل
ومه تنها راســـــــــــــــــــــــــره ټولو ژړل
دزړه په ســـرمې چې ستانوم ليکلو
ټــپــي ځــيــــــــــګرلـره مې تورو ژړل
پاتې برخه...
يوه هيله
عطاالله خوږياڼى
له ازغوډکې لارې مې تى کړې وي،ستادخړو خاورجوړې شوې جونکړې ته وروسته له ډېرو مزلونو نږدي شوى وم،ځان سره مې يوه لمن ستورې هم دتحفي په ډول دروړي وه درازونو ډکه جونګړه دي اوس هم دپخوا په څېرعجيبه ښکاره کيده ،هغه لوړو برجونو ته په کتلوله ستورو ډک لمن راځينې هم خوشي شوه اوتش لاس شوم،دخفګان سيالۍ راته دنفرت کلکه غيږه راکوله خوبيا هم زه
پاتې برخه...
يمه پښتون څه ترهګرخونه يم 
اوسم په کلې کې دغرخونه يم
چې درڼاراباندي غــږ ونکړې
لاتوره شپه يمه ســحرخونه يم
پاتې برخه...
لنډه کيسه :د طالب ســـلګۍ
پاتې برخه...
قرض مــــــــــــــــــــــــــزدوري
زموږ په كلې كې به ټولو ځوانانو هڅې كولې چې دځان لپاره يوه ښكلې مزدوري پيداكړې،څوك به په يوڅه اوڅوك به په بل څه مصروف شول،اوخپلې مزدورۍ به يې كولې،خواكثره به وزګارپاتي كيدل .زما كسب وه،هميشه به چې هرځاى ته ولاړم،مزدوري به مې
پاتې برخه...
وفادارڅـــــــــــــــــــــــــوک دي ؟
ليکوال : عطاالله خوږياڼى
نيلوفرله ماشومتوبه ډېره شوخه وه ، خوډېره ښکلې هم وه ، خودهغې عادت وه چې له هلکانوسره خبرې وکړې ، دښکلا له امله هم په خپله سيمه کې ډېرزيات شهرت پيداکړ هغه اوس ډېره لويه شوې وه او په يوداسې ځاى کې اوسيدل چې هلته دهغې ټول تره زامن ودپلار خپل خپلوان يې اوسيدل،دهغې دپلار دتره ځوى هم چې امان نوميده دلته
پاتې برخه...
دټلــــــــــــــــــــــــــــيفون يارانه
ليکوال : عطاالله خوږياڼى .
پاتې برخه...
دزندان اوګورستان بنديان
ليکوال عطاالله خوږياڼى
پاتې برخه...
زه پــــــــــــــــــــــــــه نړۍ کـــــې زوريدلى يمه
ومـــــــــــــــــــــــه ماشوم چې يتيم شوى يمه
په ســـــــرمې هيچا لاس کـش کړى نه دى
خــــــــوا ته مې هيڅوک کيناستلى نه دى
پاتې برخه...
زمـــــا ســــــــــــلګـــــــــــۍ دي اوريدلې کنه
کلــــه دي لــــــــــــــــــــــږ ورتــــــــــه ژړلې کنه
ډک دســــــوچـــــــــونومې کتاب دى له ستا
اشـــــنازمــــا د، دردونــــــــــــو خبريدلې کنه
پاتې برخه...
چـې داکوم خوا دي روانـــــې ـ دازمــــــا دســــــترګواوښکې
ربــــه ! څــــــومره دي ارزانې ـ دا زمـــــــا دســترګواوښکې
ســــــــپوږمۍ هم راښـکاره شي _ نرۍ ،نرۍ سلګۍ کړي
وريـــــــــځى راشي دى اوده شي _ نرۍ، نرۍ سلګۍ کړي
پاتې برخه...
ښه ده چې ســتانه راپوره شوه
له دې کلــــــــــــــــــــــې نه ځـــــــــــم
نوره مــې تـــنګه خوصـله شـوه
له دې کلــــــــــــــــــــــــــې نه ځـــــم
پاتې برخه...
چـــې دهرچايې ترفشــــــاره درنه کډه کوم
دنفـــــــــــــرتونو،نه ډک ياره درنه کډه کوم
چــــې دي احوال دجـــانان نـــن رانــــــــــــــکړو
راته نـــــور مه راځه رويباره درنه کډه کوم
پاتې برخه...
مــــــينه وه ادا وه ګـــــــــــــډه وډه شـوه
ښــــــــــکلې مې ليلاوه ګډه وډه شــوه
ماسره يې چې سترګوکې خبرې کړې
مــــــــيـنه يــې خــامخاوه ګډه وډه شوه
پاتې برخه...
له کــــــــــــــــــــوره لاړو
ويل ژربـــــــــــــه راشم
دغه دوکان کې اشنا
خوراکي توکې اخـلم
پاتې برخه...
چـــــــې محبت پرځاى نـــــفرت راکوي
اشــــــــنا مې څومره بدقســمت راکوي
کله پـــــــريږدي مې دجـــــآنآن په لورې
بس تنـــــــــــهآيې رآتــــه عــادت راکوي
پاتې برخه...
اشــــــــــنا په خـپله بغاوت کومه
له ټــــــولو ښـکلو نه نفرت کومه
نورکله زه دمـــــــينې لاس ورکوم
زه په يارۍ کې اوس دقت کومه
پاتې برخه...
پلار مې له کور،ملامسجد،ملک له کلي ويستم
خپلو هــــــــــــــمزولومې په جــــــبرله خپل ډلې ويستم
نادان مــــې زړه ؤ،صبريدل ورځينې نشوه کيداى
دسيمې ســـپويې لــه کوڅې جاموشليدلى ويستم
پاتې برخه...
کــــــــــــــــــــــــــــــــــــوڼ دوه واره خاندي .
کار اسان دى خو پيل يې گران دى .
.
پاتې برخه...
اول ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــلام پســـــــــې کلام .
اول ځــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــان پسـې جهان.
امانــــــــــــــــــــت ځمکه هم نه خــيانتوي.
انسان تر کاڼي کلک تر ګل نازک دی .
پاتې برخه...
ساقـــــــــــــــــــــــــي تر څو به جام ته ناست يم
پوهــــــــــــــــــــــــــېږې کوم انجام ته ناست يم؟
د خــــــــــــــــــــــــــپل جنون دوام ته ناســــت يم
ســــــــــــــــــــــــــتا د ديدن ماښام ته ناست يم
زما روژه به تر قيامته پورې وينــــــــــــــــــــه
پاتې برخه...
کاش زمـا سرستا پر څنــــــــــــــګل وی
خــور د په ټنــــډه تور اوربــــــــــــــــل وی
پکې ټومبلـــــــــــــــی دې ســـــور ګل وی
که نصيبــــونه تور ځنــــــــــــــــــــــګل وی
ما به د خپل نصيب ته اور ورکړی وؤنه
پاتې برخه...
رابانـــــــــــــــــــــدې پروت د څــــــــه اثر دی
لويدلــــــــــــــــــی تنـــــــــدر مـــې په سر دی
پـــــــــه هـــــــــر يــــو کار کـــې مې ضرر دی
پـــــه زړه مــــــــــــــې يــــو الله خبــــــــــــــر دی
د دُنيا خـــــــــلک به پرې زه نه خبرومــــــه
پاتې برخه...
په اوښـــــــــکـــــو لوند زمـا ګــــــــريوان دی
په بل وطـــــــــــن کې مـــې ژونـد ګـــران دی
رانه جــــــــــــــــــــــــدا چې مــې جـــــــــانان دی
افسوس ــ افســــــوس ـــ ارمان ارمان دی
خـــــالي ميــــــدان دی سترګې چا ته وړومه
پاتې برخه...
جـــــــــــــــينۍ ښـــايســــته د سپين جبين دی
پاس پــــــــــــــــــــــه ســينـــــــــه د لـــــــونګين دی
راځه راځــــــــــــــــــــــــــه وخــــــت ماسپښين دی
دا پاس آســـــــــــــــــــــــــــمان ګوره چې شين دی
داسې مې زړه در پاسې شين دی مړ به شمه
پاتې برخه...
پاکســــــــــــــــتانى او پنجابى نه يم
افغانستان کې مې هم واک نشته
زه يو پښــــتون ! چې لا وطن نه لرم
پاتې برخه...
خــــوند به دشاتو اونباتوهيرکړې
که دې زما دلاس مانچې وخوړې
پاتې برخه...
اباســـــــــــــــــــــــــــــــــــــين راغی غاړې غـاړې
پۀ سر يې راوړۀ کشــميري د خيال شـــالونه
اباســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــين بيا پۀ څپو راغی
پۀ سر يې راوړۀ سپينې خولې زېړ پېزوانونه
پاتې برخه...
بابادې مــــــــــــــــــــــــــــــــــاوژلی نۀ دی
چې راته نــــيسې دزړې ولې بندونه
باباکــــــــــــــــــــــــوچيانوته مې ورکړه
چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه
پاتې برخه...
تابۀ زمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاپۀ غېږ کې وژني
زمادې مرګ وي چې جامې بۀ غونډومه
تاتـــــــــــــــــــــــــــــــــــه بۀ ټوکې خنداښکاري
زۀ دې دمــــــــينې پۀ سرۀ اورکبابه کړمه
پاتې برخه...
پۀ لويـــوغرونوکې مې مېشته شوه
غــــــــــــــــــنـچې دګلوبۀ اشنالره لېږمه
پۀ لـــــــــــــــــــــــويوغرودخدای نظردی
پۀ سريې واورې پۀ لمن زېړي ګلونه
پاتې برخه...
ټال ته خــــــــــــتم بنګړي مې مات شول
ګناه دې يــــــــــــارده چې کوي اشارتونه
ټال کــــــــــــــــــــې ځانګل درته نۀ ښايي
بوی دې دزلفوشمال وړي کوي مرګونه
پاتې برخه...
جـــــــــــــــــــــــــــــادوګرډېررانه چاپېردي
دخپــل جانان څخه مې لرې ګرځوينه
جــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاذبه ډېره لرې زياته
ستاپۀ محبت خلکوپرېښودل ملکونه
پاتې برخه...
څانګــــــــــــــــــــــــــــــه بۀ نن سباکې ګل شي
مايې پۀ سرکې سرې غوټۍ ليدلې دينه
څانګې راښکته شه خولۀ راکــــــــــــــــــــــړه
کۀ زۀ درپورته شم رامــــاته بۀ دې کړمه
پاتې برخه...
ځان بۀ پۀ خړسين کې لاهوکړم
هلته بۀ ووځم چې مې قدرپرچاوينه
ځان بۀ داستاپۀ مينه ځارکړم
لکه پتڼ چې دډېوې پۀ مينه مرينه
پاتې برخه...
حاجـــــــــــــــــــــــــــــــــت مـــــې نۀ شــته دويلو
تاته مــــــــــعلـــوم دي سراسر دزړۀ حالونه
حاجــــــــــــــــــــــــــــــــــــي ميرويسه جنتي شې
موږ دګرګين لۀ ظلمه تاخلاص کړي يونه
پاتې برخه...
خـــــــــــــــــــارمې دزړۀ پۀ سرکې حښ شو
غوټۍغوټۍ وينې يې ځي لۀ پرهارونه
خـــــــــــــــــــــــــــــــارونــۍ لاړه سين لاهوکړه
دســـــروچارګل يې پۀ ويالوچکروهـينه
پاتې برخه...
داباســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــين څپوته ګوره
داسې مې غم پۀ زهيرزړۀ څپې وهينه
داباســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــين څپولاهوکړم
پۀ چړ يې نۀ راوړم پۀ زغم مې ډوبوينه
پاتې برخه...
ډبــــرې واخـــــــــــــــــــــــــله مـــــــاپرې وله
دزورورو پۀ يــــــــــــــــــارۍ چې نازېدمـه
ډډې مې ســـــــــــــــــــــــــــتاغمونووسوې
لکه نري رنځ کې چې وسوځي اړخونه
پاتې برخه...
رابـــــــــــــــــــــــــــــاندې وژاژئ عـــالمه
يوزکندن دی بل ديارلۀ غېږې ځمه
راپـــــــــــــــــــــــــــــــسې مه غپېږه سپيه
ســــــــتادمـېرمنې پۀ سلاراغلی يمه
پاتې برخه...
زمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــادننه زړۀ سوری دی
خلک مې کاندي دظاهرصورت پوښتنه
زمـــــــــــــــــــــــــــاديارپۀ شان دې رنګ دی
ګالـــــــــــــــــــبه ځکه دې پۀ سرکې ګرځومه
پاتې برخه...
ژاړم لۀ خـــــــــــــــــــــــــــــــپل نصيبه ژاړم
چې مې پۀ برخه کې بېلتون ورسـېدنه
ژبه دې غونډه خولۀ کې راکــــــــــــــــــــړه
بياکۀ مې سردرباندې ځي خوشاله يمه
پاتې برخه...
ږلــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــۍ ديارلۀ لورې راغله
خلک ترې تښتي زۀ يې مخې ته ورځمه
ږلـــــــــــــــــــــــــــــــۍ دې ستاپۀ فصل راشي
زمـــــــــاجانان لۀ نرۍ ملاکړي فريادونه
پاتې برخه...
ســــــــــــــــــــــــــــــــــــاتلی باز مې رانه لاړۀ
پۀ مـــــــارګله بۀ ورته دام دزلفو ږدمه
ســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــادرکې وه وتلې نۀ وه
څنګه دې زمالۀ يارۍ واخستل لاسونه
پاتې برخه...
شـــــــــــــــــــــــــــــاخودې راته کړه رهي شوې
داوښکوډکې سترګې څوک راپاکې کړينه
شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــادګودرلۀ لورې راغله
لکه پاچــــــــــــــــــــــــــــــاورته پيرې ولاړېدينه
پاتې برخه...
ښــــــــــــــــــــــــادي ددواړومبارک شه
اول زموږ چې مېلمانۀ راغلي يونه
ښاروپرتـــــــــګ دې خدای مين کړم
ماته پۀ لويه لارکې کېږده قدمونه
پاتې برخه...
صــــــــــــــــــــــــــــــــــبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
صبرسروردی ځواني مرګ بۀ شې مينه
صـــــــــــــــــــــــــــــــــــبربۀ کړم ښېرابۀ نۀ کړم
کۀ مــــــــــــې دصبرتوره وکړي ګوزارونه
پاتې برخه...
طاقــــــــــــــــــــــــــــــت دزړۀ فکراوصبر
جانان زمنه پۀ غمزوکې وړي دينه
طالبان راغــــــــــــــــــــــــــــلل ډلې ډلې
زمادزړۀ طالب رانۀ غی وبۀ مرمه
پاتې برخه...
ظالـــــــــــــــــــــــــــــمه راشه راته ګوره
بېړۍ شـوه غرقه پرتخته ولاړه يمه
ظالـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم ياره خبرواخله
ماستا لپاره پر ځان وړي زحمتونه
پاتې برخه...
عــــــــــــاشقان ټول سوي سکارۀ دي
ليلا پۀ توروسکرو مه ږده قدمونه
عــــــــــــــــــــاشقان واړه جـــنتيان دي
غـــــمازان ولې جنـــــتيان ازاروينه
پاتې برخه...
غـــــــاټول بۀ ټـول امېل بۀ جوړکړم
ديـارلپاره بۀ يې پۀ غاړه ګرځـومه
غـــــــــــــاټول پۀ يادستادرخسارکــې
پردامان سرې پيالې دميونوشوينه
پاتې برخه...
فـــــراق درياب دی پای يې نۀ شته
زۀ ورلاهو شوم دهجران غوټې وهمه
فــــــــرش بۀ دسترګوورته خپورکړم
کۀ مـــــروراشناپرې کېږدي قدمونه
پاتې برخه...
قادره خـــــــــــدايه تۀ مې مل شـې
دبېلتانۀ غم ته يواځې پاتې شومـه
قاصــــــــــــــده ځه ســلام مې وايه
پرهــغه يارچې مين پۀ خـالووينه
پاتې برخه...
کابل ته مـــــــــــــــــــــه وايه چې وران شه
پۀ کې پراتۀ دي ښۀ ځوانان کاږۀ برېتونه
کابل ته مـــــــــــــــــــه وايه چې وران شي
پۀ کې پراتۀ دي پــښتانۀ دننګ مېړونه
پاتې برخه...
ګــــــــــــــــــــرانه دخدای لپاره راشه
پرماتيارۀ ده چې رڼـاراباندې شينه
ګرېوان مې ټول پۀ اوښکولوند دی
مادجانان لۀ غـــــــمه ډېرژړلي دينه
پاتې برخه...
لاټــــــــــــــــــين رڼاکړه ديدن وکړه
بياخوبۀ وايې چې ماخوب ليدلی ونه
لارې بــــــــــــــــــــــــــــۀ ټولې زۀ جاروکړم
دجــــــــــــــانان لاربۀ پۀ باڼوجاروکومه
پاتې برخه...
مــــــــــــــــينې دې داسې لېـونی کړم
چې لېوني راڅخه غواړي امانونه
مـــــــــــــــــــــــــــــينې دې اوررالګولی
ځکه لمدې جامې لۀ ځانه تاوومه
پاتې برخه...
نۀ بۀ مـــــــــې داغ دزړګـي جوړشي
نۀ بۀ جانان پۀ ســــترګوووينم مينه
نۀ بۀ مې دازړګـــــــــــــــــوټی بل شي
نۀ بۀ دګور مړي راپورته کړي سرونه
پاتې برخه...
واربـــــــــــــــــــــــــۀ دې تېرشي زېړه ګله
چېرې بۀ بياپسرلی سپړي زېړګلونه
واربۀ دې تـــــــــــــــــــــــــــــېرشي زېړه ګله
بيابۀ بلبل پۀ ويرارمان فرياد کوينه
پاتې برخه...
هغه دې هــــــــــــــېردي کۀ پۀ يــاددي
چې تۀ ولاړوې مادې لاس نيولی ونه
هــــــــــــــــــغه دې هېرکۀ دې پۀ ياددي
چې دکــړکۍ شمال پۀ دواړولګېدنه
پاتې برخه...
ياري پۀ راشــــــــــــــــــــــــــــه درشه نۀ شي
څوچې ونۀ ځبېښي دسروشونډوسرونه
ياري پۀ عــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقل فکرنۀ شي
څوچـــــــــــــــــــې ازل وهلي نۀ وي قلمونه
پاتې برخه...
