غاړه غړۍ بۀ درقربان شم
کۀ دې دجنګ پۀ ډګر وکړل يرغلونه
غازي پرلوړه غونډۍ کېږدئ
چې يې زيارت کړي دګيلان ملالې نجونه
غاښ دې پۀ خولۀ کې هسې ښکاري
لکه صدف چې پۀ الوان ټومبلي وينه
غاښ دې کنډوږېره دې سپينه
پۀ يارانه پسې ملنګ ګرځې مينه
غرونه بۀ ولې نۀ غټېږي
چې پښتانۀ پرې دغيرت چيغې وهينه
غريق پۀ بحردعصيان يم
ستادغفران کښتۍ ته زۀ هيله لرمه
غزاته ځې نۀ پاتې کېږې
ددين غزاته عاشقان پرسرورځينه
غزاته لاړشه چې غازي شې
دنغري غاړه کې خونۀ شته جنتونه
غشی دې ټينګ پۀ ګورت کې نيسه
ديارۍ نښه دې خطانۀ شي مينه
غل دصحرابيتی لۀ کوره
زمادزړۀ سندوخ يې دړې وړې کنه
غلی زمالۀ څنګه پرېوزه
زۀ خپل مين ترخپل وزرلاندې ساتمه
غماز بۀ څنګه ماجلاکړي
دمينې ټال کې زۀ ديارسره زانګمه
غمازدې خاورې کورته يوسي
زۀ دګلوغنچه لاس کې ګرځومه
غماز کۀ سل ځله ځان دوست کړي
هېربۀ مې نۀ شي دهجران ترخۀ غمونه
غمازه اور دې کورګی واخله
زموږ پۀ خوږه ياري دې اورولګاونه
د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
