د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  

باور
دا هغه ستره او درنه کلیمه ده،چې ويل او کول یې ډیر اسانه او هرڅوک یې کولای او ویلای شي، خو د باور ساتل هغه درنه او ستره دنده،چې ترسره کول یې تر ډیره برید سخت کار دی .
پر خپل ځان د نورو انسانانو باور ترلاسه کول هم د نړۍ له سترو سرمايو څخه دي او دغه سرمايه ترلاسه کول هم د ذکي او هوښیارو انسانانو کار دی،همدا ډول هغه انسانان چې پرخپل ځان نور انسانان بې باوره کوي له ځينو ننګونو او ستونزو سره مخ کیږي، " آبراهم تزلو " د لومړنيو انسان پالونکو ارواپوهانو له ډلې څخه دى چې په دې هکله يې بنسټېزې نظرئې ورکړي دي او څوارلس نښې يې ددې احساس په هکله ورکړي چې عبارت دي له :
١- د لرې والي احساس او د نورو مينې او محبت څخه محرومېدل.
٢- د يوازيتوب احساس.
٣- د تل پاتې خطر احساس .
٤- د نړۍ درک کول، ديوه ښکاره حالت په څېر، خطر ناک دښمنان.
٥- د بدو خلکو په عنوان د نورو لېدل، ځان غوښتنه او شيطاني.
٦- د باور د نشتوالي احساس، حسد او کېنه.
٧- په بد نظر لېدل.
٨- د ځان او چاپېريال څخه د نه خوښۍ په لور مائيل کېدل.
٩- د ګناه او شرمېدو احساس.
١٠- د ځان په منلو کې اختلال، ټولنېز مقام او قدرت نه اړېکې، ځان غوښتنه،د ځان د خپلواکۍ احساس د نورو سره اړېکې وېناو ته د غاړې ايښودلو او د بېچارګۍ احساس
١١- ځان غوښتنه، يوازيتوب، دذهني تشويش يوشان کول او دا خواشينۍ احساس.
ښه به وي،چې له یادو کړنو ستونزو څخه دخلاصون په موخه خپله هم د نورو انسانانو باور پر ځان پیدا کړو او په نورو هم باور وکړو،کله چې مو دغه عمل وکړ،نو موږ د باور یوه ښه فضا رامنځته کړه، چې په دې سره له ځینو ګناهونو د خلاصیدو سربیره ذهني ارامې هم ترلاسه کولای شو او کله مو چې ذهن ارام شو،نو روح مو ارام وي او دغه ارم والی مستقیما زموږ په جسم تاثیر کوي چې په ترڅ کې مو په ټولنه کې د یوه فعاله او جوړ جسم لرونکي انسان په حیث ژوند کولای شو.
مه پرېږده،چې څوک پرتا بې باوره شي او که کله دبې باورۍ فضا منځ ته راغله نو دواړه لورې ریښې کوي ،چې په بایله کې د دواړو لورو ترمنځ دغه فضا را زرغونیږي او شاخونه یې نورو سیمو ته هم اوږديږي،چې ددغه شاخونو پرې کول خورا مشکل کار دی .
هڅه وکړې چې بل څوک هم پرځان بې باوري کولو ته پرېږدئ او که کله دغه ستونزه رامنځته هم شي،نو لکه لګیدلي اور ته چې اوبو وړلو لټون کوئ او هغه پرې دوژنې په موخه اچوئ نو همدا سې هم د بیرته باور ترلاسه کولو لپاره جدي او بېړني ووسئ ترڅو د ژوند په هره برخه کې بریالي ووسئ .

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر