د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  

خاموشه پروت يمه، له ځان سره خبرې کوم
چې ځمکه غږ نه اوري، اسمان سره خبري کوم

دنيا دې وغږيږي، ما پسې پروا مې نشته
چې ملامت نه يم، وجدان سره خبرې کوم

د غره په څنډه کې شپونکی چې وم، رمه څروم
شپېلۍ نغمو او يا قربان سره خبرې کوم

د مرګ اخره ساه مې خپل وطن ته ورسوئ
غيږ د وطن کې مې جانان سره خبرې کوم

شيخ په مکه کې ميخانې غواړي، بازار ګرموي
شيخ نه توبه، له خپل ايمان سره خبرې کوم

يو خوږياڼی نه دی، د هر سړي همدغه کيسه
ژوند لالهانده، له جهان سره خبرې کوم
تهران ۱۴۰۳/۹/۲۴ شنبه

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر