کړې يې وعده وه، خو وعده امرثاني شوه
اوږده د يلدا شپه وه،خو کېسه امرثاني شوه
تشبې مې اننګي ورته انار د کندهار کړل
د زلفو، شونډو ياد سره مسره امرثاني شوه
ملالې د تعليم ټپه همداسې یا قربان کړه
ملاصاحب قربان، څومره اوږده امرثاني شوه
له غیږې دې چې لاړمه، همدې ټکې ته ژاړم
په غيږ کې دې وطنه! څه پخه امرثاني شوه
دښتو کې شپیلۍ او هم حجرو کې د منګي
هم غږ د ستار مړ دی، هم نغمه امرثاني شوه
را پورته بخت يې وېښ او بيرته پريوزي اوده شي
قسمت د خوږياڼي باندې، څپه امرثاني شوه
تهران - ۱۴۰۳-۱۰- ۱ شنبه
د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
