د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  

سترګې ړندې ښه دي، ليدو ته څه پاتې دي؟
سړی به څه ووايي، سړو ته څه پاتې دي ؟

څه مو پخپله وکړل، څه تورو سرو کړو خراب
نو بيا ګېلې د څه شي؟ ګېلو ته څه پاتي دي ؟

څه بنسټونه ملي، څه په بيرغ مين وو
خود به خاموشه يمه، کیسو ته څه پاتې دي ؟

وږی مزدور حیران ، وږې مېرمن ته وايي
ته کور کې وګوره څه، خوړو ته څه پاتې دي؟

څه دلته شپې تیاره دي، څه خوږياڼی خفه دی
نو کوم د ژوند خواږه؟ خوږو ته څه پاتې دي؟
۱۴۰۰/۸/۱ کابل

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر