ماڼوګانو واله
لیکوال عطاالله خوږیاڼی
د تېز رفتار موټرو شمال یې شلیدلې جامو ته څپې ورکولې، ګردو یې طلایي وېښتانو ته خړ رنګ ور بخښلی وو ، د مخ د ښکلې اسمان په کاسه کې یې بې موسمه دوړو ځآلې جوړې کړې وې .
په لاس یې د سکروټو ډکه یوه کوچنی کوتۍ د کورنۍ د رزق ګټلو وسیله وه، د پوزکي جوړ لاسي پکي له خوځیدو پرته یې دګټې وټې دغه نړۍ نیمګړې وه.
د پلار له سورې محروم اسد د یوې پیغلې خور او مور پرته د ګناه په دې ستره دنیا کې بل هیڅوک نه درلودل،هغه د مور او خور لپاره اسد خو د سړک پر سر په لالهانده ژوند کې په لوګي واله مشهور وو.
ده به منډې وهلې،د موټرونو په ښکته شویو شیشو به یې د ماڼو ګانو په دود کولو سره پر هغوی د نظرونو مخه نیوله،خو په دې کار سره به یې د موټر پر جلب او څنګ ته ناست کسانو څخه د یو څو روپو د ورکړې تمه کوله .
کونډّې مور او پیغلې خور یې دروازې ته دواړې سترګې نیولي،غوږونه یې د اسد د پښو اواز څاري،تشه کټوۍ په تش نغري د ډکېدو هیلې ته پاتې ده، د مور او لور په تش نس کې د لوګې ډزې شروع شوي دي .
خو هلته د لوګو نړۍ وتړل شوه،د نظرونو د ماتولو کوتۍ ماته شوه،د پوزکي جوړ لاسي پکې اور اخیستی،سکروټې د سړک پر سر مړه،مړه لوګي کوي او د یوه کوچني بهېدونکې وینو پر سړک د تل پاتې غم نوم ولیکه .
همدا کوچني ته د مور او خور سترګې دروازې ته وې،یوې مور او خور غوږونو د همدې کوچني د پښو اوازونه څآرل،خو دغه کوچنی له دغه کور سره د تل لپاره کډه کړې .
له څېرې ښکلی ښکاریده،لمر یې لا نه وو لیدلی،ترې په موټر کې دواړه لورې ساتونکي ناست وو،پر موټر یې د وړو وسلو مرمیو کار هم نه کاوه،په بنګلو کې د لوی شوي ځوان موټر اسد وهلی وو .
همدا ځوان لا هماغسې ښاغلی دی، د درد هیڅ احساس نه لري خو یوه مور یې بې زویه کړه او همدا بدنصیبه مور له خبلې لور سره یو ځای د زوی پر ځای د سړک تر څنګ د ماڼو ګانو د کوتۍ پر ځای د سوال کچکول موټرو ته نیسي او له همدې څخه د خپلې کټوۍ د ډکو امیدونه زرغونوي .

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى