د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  

ټال مې بانه مطلب مې تۀ يې
چې دسورکي سالو دې وکمه سيلونه
ټبردې ټول راباندې ګران دی
زۀ ستالپاره دوړوسلام کومه
ټپوس دبازپۀ نرخ خرڅېږي
زۀ پۀ دغه بازارسوداکله کومه
ټپوس کوتره پۀ خولۀ يوړه
شهبازه وخورې مرکنډۍ دواړه څنګونه
ټټرمې توروته ستاونيو
پاس پۀ تندي مې دچړوواخستل وارونه
ټغربۀ ټول دژوندانۀ شي
دمرګ لۀ لاسه بۀ بربادشي وطنونه
ټک خوددواړولاسوخېژې
اشنايي هم لۀ دواړوخواؤمزه کوينه
ټکرټکر پۀ توروراشې
چې پرهارونه دې ګنډم خولۀ درکومه
ټکرټکر مې کورته يوسئ
چې دملالو نجونوخواراسړه شينه
ټکرټکرمې مورته يوسئ
کۀ شهيد شوم چې ونۀ کړي فريادونه
ټکرټکرمې مورته کېږدئ
چې دمالت نجونې زېري ته راځينه
ټکي پۀ ټکي مې لوستلي
دمينې باب کې دې بې شماره کتابونه
ټک مې دملا پيوندووکړ
چې مې جانان پۀ وليو کېښول لاسونه
ټګي دې وکړه ټګه ياره
ستادې ټګۍ کاغذپۀ جېب کې ګرځومه

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر