د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  


 

ياري دې نۀ کـــــــــــــــــــــــــــــــــــوم ډارېږم
دالرې لرې تمــــــــــــــــــــاشې بۀ دې کومه
ياري دې وکـــــــــــــــــــــــــــــــــړه رانه لاړې
لکه ويشتلې مرغۍ ځان ته ناسته يمه
ياري دې وکــــــــــــــــــــــــــــــــــړه رانه لاړې
لکه مرغۍ چې ځاله جوړه کړي ترې ځينه
يامې مرګی نصـــــــــــــــــــيب کړې خدايه
يامرورجانان پخلاکړه چــــــــــــــــې راځينه
يالۀ اټکه زاڼـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې راغلې
ياپۀ ټولي دښايــــــــــــــــــــــــستوولګېدمه
ياسرکاري ډاګــــــــــــــــــــــــــــــونه بندشول
يابې وفــــــــــــــــــــــــــااشناکاغذنۀ رالېږينه
يامې پۀ خـــــــــــــــــــــــــپله سينه خوښ يې
يامې پېرزو پۀ تــــــــــــــــوروخاورويې مينه
يامې تۀ غـــــــــــــــــــــــــــــــــوټه دګرېوان کړه
يامې اوږۍ کړه چـــــې دې تاولۀ غاړې يمه
يامې خولۀ واخله يامـــــــــــــــــــــــــــې پرېږده
لۀ موره پټه پۀ بانه راغــــــــــــــــــــــــــلې يمه
يامــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې دځانه سره ځان کړه
يامــــــــــــــــې دخاوروپۀ لورولېږه چې ځـــمه
يامې دځانه سره ځـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــان کړه
يامې سورشال کړه چې پرزلفودې پروت يمه
يامې دځان سره يوځـــــــــــــــــــــــــــــــــــای کړه
يامې دسخط پۀ کفانه وکـــــــــــــــــــــــــړه مينه
يامې دښې ليلاڅښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــتن کړه
يامې دعمرپاڼه زېړه کړه چــــــــــــــــــــې مرمه
يامې دياردزلفوبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوی دی
ياپۀ دکان دعطارۍ وروختــــــــــــــــــــــــــــــمه
يامې ديارکوڅې ته بـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوزئ
يامې پانسۍ کړئ چې ازادلۀ غــــــــمو شمه
يامــــــــــــــــــــــــــې غوټۍ دګرېــــــــــــــــوانۀ کړه
يامې موندرۍ کړه چې پۀ مخ دې ټال وهينه
يعقـــــــــــــــــــــــــــــوب يې وړی کلکـــــــــــې ته
ځکــــــه ځوانان نن دميوندجنګ لره ځــــــينه
يامـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې نصيب ورسره وکړې
يامې پۀ عرش کې پاڼه زېړه کړې چې مرمه

ياري خـــوتاپرې کړه لوی مه شې
کۀ ماپرې کړې وی ژړلي بۀ دې وونه
ياري دجــــګې پېغلې خوندکړي
ترپلــــــولاندې سړی غلی تېروينه
ياري خوتــــــــــــــــــاکړه ماخونۀ کړه
چې تومت راغـــی تاپرماکړل منتونه
ياري دجګې پېــــغلې خوندکړي
لکه ګنی چې بندپۀ بندمزه کوينه
ياري دپـــــــــــــــــــــــــېغلې ښه مزه کا
چې پۀ ملاماته شي پۀ څټ خولۀ ورکوينه
ياري دتـــــــــــــــــــــــورهلک مزه کا
تورلونګين دی سرداران يې بويوينه
ياري دزړۀ پۀ مــــــــــــــــــــــينه کېږي
پېټی خونۀ دی چې پۀ زوريې پۀ شاکړمه
ياري دسپينې تـــــــــــــــــورې واردی
رب دې جمله مسلمانان ترې وساتينه
ياري دسودپرخـــــــــــــــــــــــواکږه شوه
يارمې دهغوياري کړي چې سوديې وينه
ياري دســــــــــــــــــيال سړي هـــــنردی
مادکم اصلوياري کړه وشــرمېدمه
ياري دســــــــــــــــــــــيال سړي هنردی
ځان ته بۀ ګوري سـتابۀ ډېرعزت کوينه
ياري دسيـــــــــــــــــــــال سړي پۀ کارده
کم اصل يـــــــــارپۀ يارۍ بل وشرموينه
ياري دشنــــــــــــــــــــې لښتې ګوزاردی
ربه جمـــــــــــله مسلمانان ترې وساتېنه
ياري دنرځلـــــــــــــــــــــــــــــــــــمي مزه کا
دانرښځي پۀ لښــــــــــــــکرماتې ګډوينه
ياري دهېچانۀ هـــــــــــــــــــــــــــــــــــــېرېږي
بې لۀ هغونه چې پۀ ذات کـم اصل وينه
ياري دهســــــــــــــــکې پېغلې خوندکړي
چې خولۀ ترې واخلې داراټيټه شي مينه
ياري دې پــــــــــــــــــــــــــــــــټه پاتې مه شه
رب دې رسواکه چې تاوان درباندې شمه

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر