زه پــــــــــــــــــــــــــه نړۍ کـــــې زوريدلى يمه
ومـــــــــــــــــــــــه ماشوم چې يتيم شوى يمه
په ســـــــرمې هيچا لاس کـش کړى نه دى
خــــــــوا ته مې هيڅوک کيناستلى نه دى
همزولې ټول به مې سينګار وه چابه غږ نه کاوه
زه به چې لږ جوړوم هيچا راســـــــره تګ نه کاوه
زما داوښکو اميل تل په غاړه،تل سلګۍ وي
زما اوښـکې زما سلګي وي ،دهرچا نخري وي
مابه لوستله تل پښتو،چې دمور درس ؤ پکې
خوبياهم يتيم ومه هرڅومره هو! که رش ؤ پکې
ټــولو وړوته به اخــــــــترکې وه په سترګو رانجه
ومــه معصوم مابه اختر په خپلواوښکولمانځه
خلک خــــــــــــــــــووايـي ماشومتوب بادشاهي
خو زمــــــــــــــــــــانصيب کې وه،هميش ګدايي
ټــــــــــــــــــــــــــــــــول به ول جمعه خوشحالولپاره
زه په تــــــنهاوم تــــــــــــــــــــــــــــــــل ســــلګولپاره
عــــــــــــــــــطالله خـداى لخوا دي ته پرې وياړه
ځــــــــان کــــــــــــــــــــړه يواځې،بس يواځې ژاړه
