د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  

زړه مې ښــــادي نکړي رنځور دی
ما ته جوړ شوی لـــــوی پېغور دی
احــــوال مې تللی لور په لــــور دی
مینـــــــــه د نه ده سرکــــــــی اور دی
زه د پرې وسوم خــــــدای د نور درنه ساتينه
*****
زمـــــــا د دواړو سترګـــــو تـــــــــوره
راځـــــــه راځــــــه د زړه ټکــــــــــوره
ديدن به راوړې له کـــــــوم لــــوره؟
پـــــــه غير آبادو کې مې ګــــــــــوره
لـــه  آبادی نه ډېر پخـــــــــــوا وتلی يمـــــــــــــه
*****
زما ځــــــــــواني تر تا خيرات شــه
هستي نېستي رانه ميرات شـــــه
تا تـــه بلا دا مـــــــــــلاقات شــــــــه
د پېـــــــزوانه ډنډر د مـــــــــات شه
چې د زرګر پــــــــــه دکان وکړو ديدانـــــــــونه
*****
زخمــــونه جوړ نه شوه لا ډير شول
د ژوند خـواږه په ما ګنډير شــــول
غمـــــونه زړه ته مې را تير شــــــول
ما ته د څــــه ويل ما نه هير شـــــول
ما ته هغـــــــــــه خبره بيا وکـــــــــــــــــــــــړه مينـه

 

ساقي تر څو به جام ته ناست يم
پوهېږې کوم انجام ته ناست يم؟
د خپل جنون دوام ته ناســــت يم
ستا د ديدن ماښام ته ناست يم
زما روژه به تر قيامته پورې وينــــــــــــــــــــه.

 

پاتې زما تر دې ښېرې شــــــــې
وروسته تر دې اېرې اېرې شې
نه د حُجرې نه د دېرې شـــــــــې
چيلمه مات ټوټې ټوټې شـــــې
مين په ما دی غم په تا غلــــطوينــــــــــــــــــــــــه

 

مين سړی ډېره خطـــــــا کړي
په بېلتـــــانه کې چې ژړا کړي
ځان په تمام جهان رسوا کړي
يارانه هله خوند پيدا کړي
چې کله کله جدايي پکې راځينـــــــــــــــه.

 

د زيارت مالګه له مور غواړي
ځان په شړۍ کې رانغـــــــــاړي
د لېوني په څېر ځـــــــان داړي
هلک موچۍ  چيچلــــی ژاړي
جينۍ ښامار خوړلې  شنه له خندا شينه

 

په نس نهار پوزی دې نــــه وي
اورونه مړه لوګی دې نـــــه وي
لنډه په دې يو شی دې نــــه وي
ستا د ښايست کمی دې نه وي
که د غنمو قحطي وي تـــېره به شيــــــــــنه

 

ته هسې وايې چې ګنــډېر دی
داسې خو مه وايه چې تېر دی
د مينې عمر مو لا ډېــــــٍــر دی
اول اول و، اوس اخـــــــــر دی
اول که نه و اوس ميــــن درباندې يمـــــــه

 

د ګوتو څوکو باندې لاړه
کاينات ګوري ورته واړه
ويې تړل لاســـــــونه دواړه
پورې ليلا په لمونځ ولاړه
قبول يې مه کړې تور وربل پر خاورو ږدينه

 

ما درته نه ويل چې دعا کړه
هله شه مور پلار يې رضا کړه
اوس مه ازار کړه مه ښېرا کړه
مورې بوړی ټوپک مې راکړه
په ما مينه نجـــــلۍ بل ته ورکوينـــــــــــــه

 

خدای خبر نن ولې ړنده شـــوم
ښه ويښه ناسته وم ويده شوم
تاته درتلم ځانته ستنه شوم
په سفر تلې درجګه نه شوم
ما دې خدای شله کړي په دواړه ځنګنونه

 

يو کال دې نور هم انتظار شم
نه دې عاشق او نه دې يار شم
کاش که تر منځه مو رېبار شم
تر دا کټ کټ خندا دې ځار شم
لکه ماشين چې پر بخــــــمل وچلـــوينــــــــه.

 

 

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر