طالبان مه کړې مين خدايه
يوغم دعشق وي بل دعلم کړي مينه
طالبان واړه ملايان کړې
عبث يې مه کړې دټول عمرزحمتونه
طالبان واړه ملايان شول
هسې زماپرکتاب پرېوتل ګردونه
طالبان وختل وطن ته
زۀ دجانان سترګورنځورکړم مينه
طالبان وختل وطن ته
زۀ داشناسترګونيولی پاتې شومه
طالب پۀ قبرکې نارې کړې
قلم مې کور ګوتې مې تورې خاورې خورينه
طالبه بس که ژړامه کړه
څوک خودې نۀ شته چې دې اوښکې پاکې کړينه
طالبه خدايږوکۀ ملاشې
پرکتاب پروت يې يادوې شينکي خالونه
طالبه ړوندشې کتاب کت کړه
ستادکتاب ترحاشوډېر دي زماخالونه
طالبه زېری مې درباندې
ددېرې خواته سيلانۍ راغلې يمه
طبيبان ټول دمخې راغلل
زمادرنځ طبيب رانۀ غی وبۀ مرمه
طبيبه پوه نۀ شوې پۀ نبض
ماته پۀ کاردي دسروشونډوشربتونه
طبيبه پوه نۀ شوې پۀ نبض
ماله پۀ کاردياردوصل ملهمونه
طبيبه ځه پۀ مخ دې ښۀ شه
ناروغه نۀ يم ديارغم مې ژړوينه
طبيبه واوره حال مې ګوره
تورې بلا دعاشقۍ خوړلې يمه
طبيبه رنځ مې لاعلاج دی
خوشې خواري دې پۀ مانۀ کړي اثرونه
د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
