دکايناتو د تخليق مالکه !
دکربلا تندې اخيستي يو مونږ
يو د رحمت باران خو ، ووروه
(۲)
يوې جينۍ پرون ملا ته ويل
په غټه خېټه دې چينجي ولګه
سره د ږيرې ماته سترګه وهې
(۳)
راته يې ست د سرکو شونډو وکړو
ما به ترې څه رنګې انکار کولو
زه څه يوسف عليه سلام خو نه وم
(۴)
ږيره زما واک د ملا دی ګينې
شيرينې تا باندې پيرزو مې نه شي
چې د حلوا مينځ کې ازغي درکړمه
(۵)
دهماسيوری دې پر سر دی کنه !
عامره تاته يې چې لاس درکړی
دغه سپېڅلی قلندر دی کنه
خلک سپوږمۍ کې پټ پټونی کوي
پښتنې جونه چې په بام هم خېژی
مياندې غوسه شي ترېنه سر شوکوي
......................................................
دابه دعا زما دمور وي ګينې
زه چې مدام پرې بې پروا ګرځمه
له هغو لارو څوک ژوندي نه راځي
...................................................
زما کتاب به آخر څنګه چاپ شي
نور خو لا پرېږده زما پلار هم وايي
دا شاعري د اوزګارخېلو کار دی
د کلي ښځو رانه ستر نه کوو
ما ويل زه يې جوړې ډېر خوښ يمه
چاراته وې ورته سړى نه ښکارې
په مخ يې مه وهه زيږه لاسونه
شبګير وهلې ده را ويښه بۀ شي
درته به ووايي چې چي ميكوني
غل تې په غلا کې جاى نماز يوړو
د کور خاوند ورته وې لمونځ پې کومه
هغه وې زه درته هندو ښکارم څه
چا واپس مېخه سوداګر له يوړه
هغه وې دا خو دې ړنده راکړې
ده وې نو ته پې څه اخبار پړاوى
داسې اتبار، اتبار کې ډېر څه وشول
ما وې رقيب سره خو ډېره ګرځې
خوپام کوه چرته باجه دې نه کي
يو مست بوډا چې مسته وليدله
ويل يې زما هغه غاښونه راوړئ
زه دې جينۍ پسې شپېلى وهمه
جينۍ مې خوښه شوله رايې نه کړه
ورته يو مشر مې جرګه کې واستو
هغه د سور بچي ها ځان له اوکړه
په انټر نيټ يې وې د څوارلسو يم
چې راغله ښځه د شپېتو کلو وه
بيا مې د ځان په ځاى نيکه له وکه
چت باندې ناسته وه هلال کميټي
مونږ يې په تمه وو چې مياشت به ګوري
هغوى له پاسه جينکو ته کتل
د ميکپونو دې خداى بېخ وباسي
چې بارانه راله لونده خيشته کړه
نو بيا مې خپله ښځه نه پېژنده
ما وې پيشو وهم چې ويرېږي
ناوې وې دا خو بې زبانه شى دى
ته ماله ټس راکه چې بوک دې کمه
په مخ کې سيټ کې راسره کېناسته
ويل يې دا لاس ر اپورې څله مږې
ما ويل څه کى ګېر به نه بدلومه
په دروازه کې راته لاس وخوځوو
زه ورنيږدې شوم ما وې څه وې کربان
وې دا ټوکرۍ لږه ډېران ته يوسه
پېغله منګي ته په ګودر ټيټه شوه
زلمو کبډي په ميدان پرېښوده
وېل يې اصلي لوبه خو دغلته ده
نن که دښځو حقوق ومنو مونږ
سبا به وى چې بچي تاسې راوړئ
نو بيا به دې ته د چا پلار ټينګېږي
شاعر چې کله په جزبه کې راشي
نو خپل اشنا نه ټول جهان لوګى کي
ته به وى دا جوړې دده د پلار دى
زما د زړه په امريکه کې اوسي
خو په دې زړه باندې مې ډېر يرېږم
زما جانان د اسامه غوندې دى
افغانستان د پښتنو وطن دى ؟
که پاکستان د پښتنو وطن دى ؟
په پښتنو باندې بمونه اوري !!!
پښتانه دوه تلويزيونونه لري
يو د معيار له کچې ډېر پرېوتى
بل د پښتو هډوکي مات کړۀ راته
