حال دفرقت رابانې راغی
لکه پتنګ پۀ لمبووسومه مينه
حال دويلولايق نۀ دی
پرېږده چې غم دزړۀ دننه تېرومه
حال مې دزړۀ مه رانه پوښته
سوری سوری دزړۀ دسردپاسه يمه
حال مې دزړۀ درته معلوم دی
ضرورت نۀ شته چې يې بل ته ښکاره کړمه
حجره يې شته طالب يې نۀ شته
پرحجره ګۍ يې لکه ماروګرځېدمه
حسن جمال درکړی رب دی
سترګې پۀ ورو ورو خوځوه چې ودې سومه
حسن خوډېردئ پۀ دنياکې
دنازخندادې پۀ لمبووسوم مينه
حسن دې ورځ پۀ ورځ زياتېږي
زکات يې باسه چې نظرنۀ شې مينه
حسن دې ډېرمهردې لږ دی
لکه پۀ باغ کې بې ثمره ونه وينه
حق بۀ هېڅکله درپل نۀ کړم
څودغليم پۀ وينوسرۀ نۀ کړې لاسونه
حلالوتۀ مې بيايي
زۀ يې پۀ قصاب دبېلتانۀ خرڅ کړی يمه
حلالوته مې بيايي
پرې خفه نۀ يم ځکه ستاپۀ غم کې ځمه
د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
