د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  

رښتيني کيسه : ورک ځان

موريې هم عصبي تکليف درلود،اوپه ټول کلې کې په ليونۍ مشهوره وه،پلار له خواږه نعمته هم په ماشومتوب کې بې برخې وو.

جان محمد دماما په کورکې اوسيده اودهغه کارونه به يې کوله،کله به چې پرې په قهر شول نو هغه به بيا شپې په جومات اوياهم مدرسه کې کولې،دجان محمد دماما يو ځوان زوى هم وو،چې دکلې په هټۍ ګانوکې يې دوکان درلود او پلارې ورته ويلې وه چې جان محمدهم ځآن سره په دوکان کې کينوه،هغه به هر وخت دخپل ماما دزوى له لاسه وهل ټکول خوړل .

خلکوبه يې دماما زوى ته ويل چې دا خلک اوبال دى مور اوپلاريې نشته يتيم دى او لږ رحم پرې کوه خو هغه کله هم دچا نه منله،

هو په هيواد کې نوى حکومت رامنځ ته شوو،او په راډيو کې اعلان هم وشو چې پوليسولپاره دولت ځوانان ثبت کوي،جان محمد له خپل ژونده تنګ راغلى وو اوهر وخت به يې په سپين رنګې مخ داوښکو باران څڅيده،ځکه خويې له ځآن سره پريکړه وکړه،چې له دې ژونده مرګ ښه دى ،راځه پوليسو ته لاړشه که چرته مړشي .

هغه دهيواد لومړي کسانوڅخه وو،چې په پوليسو کې ځآن ثبت او دنده يې پيل کړه،اوس هغه خپل مرګ ته شپې ورځې لنډوي،په پوليسو کې دهغه درې کاله تير شول،يوه تنخوا يې هم چې په بانک کې حواله کيدله ورته نه وه،اخيستې.

اوس هغه د دومره پيسو خاوند وو چې کله يې هم نه ويې ليدلې،هغه په رنګ کې  تازه ګي راغلې وه،غټ اوهوښيارشوى هم وو،په بيلابيلو سيموکې يې ملګرې هم پيدا کړي وو،

خو هغه حيران وو چې په دغه پيسو دا څه وکړي،چرته لاړشي .

هغه پريکړه چې له هرڅه مخکې بايد يو کور واخلي پرځاى کړه،او په ښارکې يې ښايسته کور دځآن لپاره برابر کړ،

اوس په کلې کې دجان محمد دمرګ اوازه هم راغلې چې نوموړى په جګړه کې وژل شوى دى .

خو هغه په ښارکې کوژدن هم وکړه او په پوليسو کې دپنځه کاله تيريدو وروسته دواده مراسم هم جوړ کړل،اودخپل پلارني کلې پرلور ولاړ ترڅو خپل ماما اونور خپلوان دواده له مراسمو خبر کړي .

دکليوالو لپاره ترټولو حيرانوونکي خبره وه،چې هغه ديوې ورکې شوې کورنۍ هلک نن واده کوي،دهغه واده درز،دروز سره ترسره شوو،اوس هم هغه په پوليسو کې دى او اويوه ښايسته لور هم رب ورکړى

که هرانسان همت وکړي نو دجان محمد په شان به ورک ځان بيرته ومومي .

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر