د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  

 

دژوندون ستړې سفرنه والا تنګ راغلى يم

مرګيه راته راشه اوس په جنګ راغلى يم

 

پيدايم له خاور نودې خاورله مــــــې بوځې

سوال مې کړې قبول ربه په ننګ راغلى يم

 

زيارت ته يې ولاړوم غلى،غلى ورته وايم 

جانانه شه راپورته ستاترڅنګ راغلى يم

 

ځانته چې ژړا کړم غوښې خورمه خپلې زه

حـــــــالاتـوکې پښتوسره بې ننګ راغلى يم

 

نړۍ کې زيږيدلى وم سپيڅلى خوږيانى وم

خواوس په تهمتونوباندې رنګ راغلى يم

 

 

 

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر