د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  
څــــــــــومـره خـــــواږه، څومره ترخه دي ښکلي

زما خــــــــــــو ټـــــــول عـمـر پـه زړه دي ښکلي


چې دزړګي نـــړۍ کې کله مې تېاره خوره شي

نو په دې پــوه شه چې اوده او یاخفه دي ښکلې


دلته یې قـدرنـشـته،ځـکـه خـــــوار و زار ګرځیږي

کنه په اصل کې په سترګو کې رنـجه دي ښکلي


ځــــــکـه یـــــــې هر وختې نازونه،ادا ګانې وړمه

دا دکافــــر بچیان خو هسې په بهانه دي ښکلي


د خوږیاڼـــي زړګــــي حجرې ته بدرنګ مه رالیږي

هلته ځای نشته هلته یواځې میلمانه دي ښکلې

میدان وردګ1392/5/24


د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر