د نملې باغ
خوږياڼى ويبلاک ته ښه راغلي  
دا بــــه نــــه وایــــــې اخــــتر ندی جانانه
اخــــــــــــتر شــــته خو بختور ندی جانانه

څـــوک یې ګوره هرکلیـو بانــــدې لمانځي
څوک غــــریب تــــــــرې لا خبر ندی جانانه

اخــــــــتر ســــتا دی،اخترتاته مبارک شه
خواریتیم په ګریوان لوندکې برابرندی جانانه

هغه نه راځي اخترکې،مسافر له کلي لري
په ډوډۍ پسې ورک شوی،مرور ندی جانانه

په زندان کې یې هـــــم دېرش روژې نیولي
بندي،بند خو څه حاضــــــــــــر ندی جانانه

خوږیاڼیه،لیونیه په اخــــتر کې چرته درومې
یـار دې ګـــوز دی،یــــار دې بــر ندی جانانه

۱۳۹۲/۵/۱۶ میدان وردګ

د خپرولو نیټه په عطاالله خوږياڼى
.: Weblog Themes By Blog Skin :.

اسلایدر